كابل 08 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په لغمان ولايت كښې تېره شپه د سخت باران په نتيجه كښې د كور چت لوېدو په پېښه كښې يو ماشوم مړ او 5 كسان ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ولايت يو چارواكي ووئيل چې دا پېښه بېګا نيمه شپه د ولايت د سرښار مهترلام د كېمب بابا په كچه آبادې كښې رامېنځ ته شوې. مرستندويه ډلو ژوبل …
د افغانستان په لغمان ولايت كښې د كور چت لوېدو په پېښه كښې يو ماشوم مړ او 5 كسان ژوبل شوي
كابل 08 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په لغمان ولايت كښې تېره شپه د سخت باران په نتيجه كښې د كور چت لوېدو په پېښه كښې يو ماشوم مړ او 5 كسان ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ولايت يو چارواكي ووئيل چې دا پېښه بېګا نيمه شپه د ولايت د سرښار مهترلام د كېمب بابا په كچه آبادې كښې رامېنځ ته شوې. مرستندويه ډلو ژوبل شوي كسان د سرښار روغتون ته رسولي دي. د چارواكو له مخې په افغانستان كښې داسې پېښې زياتره رامېنځ ته كېږي ځكه چې په كلي والو سيمو كښې زياتره كورونه او دكانونه د خاورو او لرګو جوړ دي.











