په افغانستان كښې يخنۍ روان انساني بحران لا سوا كړې دې٬ د ملګرو ملتونو خبردارې

ملګري ملتونه ۔5 جنوری(اے پی پی) ملګرو ملتونو خبردارې وركړې دې چې په افغانستان كښې د وړاندې نه سختو ستونزو ځپلي د لكھونو په شمېر وګړي دا مهال د سختې يخنۍ ناوړه صورتحال سره مخ دي چې له امله ئې روان انساني بحران لا سوا شوې دې۔ د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستې دفتر (او سی اېچ اے) له مخې په افغانستان كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال …

ملګري ملتونه ۔5 جنوری(اے پی پی) ملګرو ملتونو خبردارې وركړې دې چې په افغانستان كښې د وړاندې نه سختو ستونزو ځپلي د لكھونو په شمېر وګړي دا مهال د سختې يخنۍ ناوړه صورتحال سره مخ دي چې له امله ئې روان انساني بحران لا سوا شوې دې۔ د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستې دفتر (او سی اېچ اے) له مخې په افغانستان كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د سختې واورې پرېوتو او باران ورېدو د لاسه يو شمېر سيمې ځپلې شوي دي ٬ دغسې د كابل نه د تلونكو او ورته د راتلونكو پروازونو شېډول هم اغېزمن شوې دې۔ د ملګرو ملتونو وياند سټېفن دوجارك د خپل بريفنګ په مهال خبريالانو ته ووئيل په راروانو دوه ورځو كښې د لا واورې ورېدو او د درجه حرارت لا ټېټېدو امكان دے۔ هغه ووئيل تېر كال د دسمبر مياشتې په مهال د بشري خواخوږۍ په بنياد همكارانو په ګرد افغانستان كښې 70 لكه و ګړو ته د خوراك څښاك څيزونه وركړې وو۔ دغسې د هېواد په بېلو برخو كښې د نغد رقم وېش سره سره د يخنۍ نه د بچ كېدو سامان هم وركولې شي۔ يو اېن اېچ سی آر په يو ټويټ كښې وئيلي دي چې اداره افغان وګړي د يخنۍ نه بچ كولو او د دوئي سلامتيا له مالي مرسته كوي او سباؤن كښې هم دې ډول مرستې ته اړتيا ده۔ په افغانسان كښې د فوډ اېنډ اېګریکلچر آرګنائزېشن نېشنل اېمرجنسی کوآرډینېټر عزت اللہ نوری په ډاګه كړې ده چې دا په تېرو 5 كلونو كښې د اوچكالۍ درېم سيزن دې٬ كه مونږ د كركيلې څانګې په وخت مرسته ونكړه نو مونږ به د افغان معيشت مركزي ستنه له لاس نه وركړؤ