په چين كښې د زمكې ښوئيدنې په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 14 ته ورسېده

بيجنګ 04 جنوري (اے پي پي) په چين كښې د زمكې ښوئيدنې په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 14 ته رسېدلې او درې ژوبل شوي كسان لا اوس هم په روغتون كښې دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې ځائي چارواكو وئيلي دي چې تېره ورځ د ګوئيژو ولايت په بيجي ښار كښې په يو ځائ چرته چې د ودانې كار روان و، د خاور كمر راوښوئېدو او …

بيجنګ 04 جنوري (اے پي پي) په چين كښې د زمكې ښوئيدنې په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 14 ته رسېدلې او درې ژوبل شوي كسان لا اوس هم په روغتون كښې دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې ځائي چارواكو وئيلي دي چې تېره ورځ د ګوئيژو ولايت په بيجي ښار كښې په يو ځائ چرته چې د ودانې كار روان و، د خاور كمر راوښوئېدو او په نتيجه كښې ئې 17 كسان وځپلې شول چې پكښې 14 كسان مړه شوي دي، په پېښه كښې درې ژوبل شوي كسان په روغتون كښې دي. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي