اومېكرون كښې د زياتوالي باوجود هېواد كښې د كورونا وبا صورتحال مستحكم دې،نېشنل سېنټر فار ډيزيز كنټرول لېبيا

  طرابلس 03 جنوري  (اے پي پي) د لېبيا نېشنل سېنټر فار ډيزيز كنټرول (اېن سي ډي سي) تصديق كړې چې د رواني اوونۍ په مهال اومېكرون كېسز كښې د زياتوالي باوجود په هېواد كښې د كورونا وائرس وبا صورتحال مستحكم دې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې اېن سي ډي سي جاري شوې يو رپورټ كښې وئيلي شوي چې د اومېكرون  كېسونو كښې د ښكاره زياتوالې باوجود هېواد …

 

طرابلس 03 جنوري  (اے پي پي) د لېبيا نېشنل سېنټر فار ډيزيز كنټرول (اېن سي ډي سي) تصديق كړې چې د رواني اوونۍ په مهال اومېكرون كېسز كښې د زياتوالي باوجود په هېواد كښې د كورونا وائرس وبا صورتحال مستحكم دې۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې اېن سي ډي سي جاري شوې يو رپورټ كښې وئيلي شوي چې د اومېكرون  كېسونو كښې د ښكاره زياتوالې باوجود هېواد كښې وبائي صورتحال مستحكم دې خو دا  صورتحال راروانو ورځو كښې بدليدلې شي۔رپورټ كښې وئيلي شوي چې په 2 جنوري ختمېدونكې اوونۍ كښې د اومېكرون په كېسونو كښې 13 فيصده  اضافه شوې او هېواد كښې تر اوسه 389,650 كېسونه درج شوې دي۔ رپورټ كښې د موبائل وېكسي نيشن كمپائن چلولو لپاره ميډيكل ډلې د هېواد بيلو سيمو كښې تعينات كولو او نور كووډ -19 رنځورانو داخلولو لپاره د جلا مركز جوړولو سفارش شوې۔د اېن سي ډي سي له مخې ليبيا كښې 1,872,292 كسانو ته د كووډ -19  وېكسين وړومبې خوراك  دغسې 851,595 كسانو ته بشپړه وېكسين لګولې شوې