ترجمه: جنت ګل اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د کورونا باوجود د سفارتي اړيكو په لړ كښې كال 2021 پاكستان لپاره د سيمه ايز او نړيوال تړون كال ٶ، صدر مملکت، وزيراعظم او خارجه وزير د دوه اړخيزه رابطو ودې لپاره په مجموعي توګه د يو شمېر مهمو هېوادونو دورې كړې دي، د موسمياتي بدلون مخنيوي٬ د اسلامو فوبيا زياتېدونكي رجحان لاره نيول٬ د كشمير مسئله او د …
د کرونا باوجود د سفارتي اړيكو په لړ كښې كال 2021 پاكستان لپاره د سيمه ايز او نړيوال تړون كال ٶ،صدر مملکت، وزيراعظم او خارجه وزير د دوه اړخيزه رابطو ودې لپاره په مجموعي توګه د يو شمېر مهمو هېوادونو دورې وكړې۔ رپورټ

مزید خبریں
ترجمه: جنت ګل
اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د کورونا باوجود د سفارتي اړيكو په لړ كښې كال 2021 پاكستان لپاره د سيمه ايز او نړيوال تړون كال ٶ، صدر مملکت، وزيراعظم او خارجه وزير د دوه اړخيزه رابطو ودې لپاره په مجموعي توګه د يو شمېر مهمو هېوادونو دورې كړې دي، د موسمياتي بدلون مخنيوي٬ د اسلامو فوبيا زياتېدونكي رجحان لاره نيول٬ د كشمير مسئله او د افغانستان رامخې ته شوي صورتحال لپاره په زړه پورې غږ پورته كړې شوې٬ پاکستان په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو روانو سنګين خلاف ورزو په كوټلي شواهدو اډانه “ډوزئير” نړۍ ته وړاندې كړې او د هندي سركار هندوتوا پاليسۍ ئې بې نقابه كړې، د ګردې نړۍ مهمو هېوادونو سره تجارتي او اقتصادي ستراتېژك شراكتدارۍ لپاره موثره رابطې وشوې او د افغانستان رامخې ته كېدونكې صورتحال او زيات شوي انساني بحران پلو ئې د نړۍ پام راګرځولې۔ د افغانستان ناوړه معاشي صورتحال په تناظر كښې د سعودي عرب په تجويز د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډه په اسلام آباد كښې وكړې شوه كومه چې د پاكستان لويه سفارتي كاميابي ده۔

د جمعې په ورځ د كال 2021 په پايه كښې د پاكستان د خارجه پاليسۍ د ځانګړې كاميابو پحقله د جاري رپورټ له مخې د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا او د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې په كال 2021 كښې د انتهائي فعاله خارجه پالسيۍ په سبب ځانګړې كاميابۍ ترلاسه شوې دي٬ د کورونا وباء باوجود، صدر پاکستان عارف علوي، وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د دوه اړخيزه رابطو ودې لپاره د يو شمېر مهمو هېوادونو دورې وكړې او په دغه مهال د 35 هېوادونو مشرانو د پاكستان دوره وكړې كومه چې د دې خبرې څرګندونه ده په سفارتي توګه 2021 پاكستان لپاره د سيمه ايز او د نړيوال تړون كال وو۔ خارجه وزير د 50 نه زياتو هېوادونو خارجه وزيرانو سره 85 دوه اړخيزه ملاقاتونه كړي٬ وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې په مهال خپل خطاب

كښې د كورونا وباء او د موسمياتي بدلون مخنيوي٬ د اسلامو فوبيا زياتېدونكي رجحان لاره نيولو٬ د كشمير مسئله او د افغانستان رامخې ته شوي صورتحال لپاره په زړه پورې غږ پورته كړو٬ د دې نه علاوه وزيراعظم عمران خان د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو معيشتونه د كورونا د مضمراتو نه ساتلو لپاره د قرضو په ادا كولو كښې د سهولت وركولو تجويز وركړو د كوم چې په نړيواله كچه ډاډګيرنه وشوه۔ خارجه وزير د كال 2021 په مهال د ملګرو ملتونو پشمول په نړيوالو فورمونو د پاكستان نمائندګي كولو سره د نړۍ پام فلسطين، مقبوضه جمو و کشمير او د افغانستان رامخې ته كېدونكې وضعې پلو ګرځولې او پاکستان په مقبوضه جمو و کشمير كښې د روانو بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو په كوټلي شواهدو اډانه “ډوزئير” نړۍ ته وړاندې كړې

او د هندي سركار هندوتوا پاليسۍ ئې بې نقابه كړې۔ د “كال 2021 ان فوکس” رپورټ له مخې خارجه وزير په نائجر كښې تابيا كړې شوې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 47مې غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو روانو سنګين خلاف ورزو او د زياتېدونكې اسلامو فوبيا په ضد تاريخي قرارداد منظور كړو او د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې ئې د پاکستان د اقتصادي ترجيحاتي ايجنډه مخ په وړاندې بوتللو سره د نړۍ اهم هېوادونو سره تجارتي او اقتصادي ستراتېژك شراكت دارۍ لپاره موثره رابطې وكړې۔ وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير د 15م اګست نه پس يو شمېر همڅنګو سره رابطې وكړې او د افغانستان رامخې ته شوې صورتحال او زياتېدونكي انساني بحران پلو ئې د نړيوالې ورورولۍ پام راوګرځولو٬ پاکستان د 15م اګست نه پس د افغانستان رامخې ته شوې صورتحال له شريكه لائحه عمل جوړولو لپاره “نزدې هېوادونه” په اعتماد كښې واخستل٫ د پاکستان د سفارتي هلو ځلو له امله د افغانستان شپږ نزدې ګاٶنډي هېوادونو پلېټ فارم جوړ كړې شو او د دې پلېټ فارم ورومبۍ غونډه د پاكستان او دوېمه د ايران په كوربتوب كښې وشوه او درېمه غونډه عنقريب چين كښې كېدونكې ده۔ د افغانستان د مخدوش معاشي وضعې په تناظر كښې د سعودي عرب په تجويز د پاکستان په كوربتوب كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل غېر معمولي غونډه د پاكستان لويه سفارتي كاميابي ده، د 30 خارجه وزيرانو او نائب خارجه وزيرانو پشمول 70 پلاويو په دې تاريخي غونډه كښې ګډون وكړو۔

د وزيراعظم عمران خان په خاص امر او د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په قيادت كښې خارجه وزارت بهر هېوادوونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د قونصلر پشمول نورو سهولتونه وركولو لپاره په زړه پوري او كوټلي ګامونه پورته كړل٬ د پبلك ډپلومېسي له مخې وژن اېف او٬ اېف اېم ډائرېكټ او اېف اېم پورټل اجرا كېدل د كال 2021 ځانګړې سفارتي كاميابو كښې شامل دي۔










