بغداد31 دسمبر(اے پي پي)په عراق كښې د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرۍ په تور كښې د دوه مطلوبه كسانو ترمينځه د نښتې په مهال د يوې كورنۍ 20 تنه مړه شوي۔ د تركيې ابلاغ ذريعو د عراق په بابل ښار كښې د آپرېشن كمانډ دفتر لخوا د جاري شوي تحريري بيان حواله وركولو سره وئيلي چې الرشايد سره نزدې په يو كور كښې پټ شويو دوه مطلوبه كسانو په امنيتي …
عراق – د امنيتي ځواكونو او وسله والو ترمينځه نښته كښې 20 تنه مړه شوي
بغداد31 دسمبر(اے پي پي)په عراق كښې د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرۍ په تور كښې د دوه مطلوبه كسانو ترمينځه د نښتې په مهال د يوې كورنۍ 20 تنه مړه شوي۔ د تركيې ابلاغ ذريعو د عراق په بابل ښار كښې د آپرېشن كمانډ دفتر لخوا د جاري شوي تحريري بيان حواله وركولو سره وئيلي چې الرشايد سره نزدې په يو كور كښې پټ شويو دوه مطلوبه كسانو په امنيتي ځواكونو ډزې وكړې۔ د نښتې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 6 ماشومانو پشمول 20 تنه مړه شوي۔ بلخوا په دې نښته كښې د كوم امنيتي عسكر د وژل كېدو يا ژوبل كېدو په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔











