رياض31 دسمبر(اے پي پي)د سعودي عرب د روغتيا وزارت وياند ډاكټر العبد العالي وئېلي دي چې په هېواد كښې د تېرې اونۍ په مقابله كښې روانه اونۍ د كورونا د كيسونو په شمېره كښې اضافه شوې ده۔د عرب ابلاغ ذريعو له مخې ده ووئيل چې د كورونا وائرس كمپائن په مهال د ويكسين دوه خوراكونه نه لګونكو په اړه تشويش رامخې ته كېږي۔د كورونا وائرس په كسيونو كښې زياتره هغه …
د كورونا په كيسونه كښې روانه اونۍ اضافه شوې۔د سعودي د روغتيا وزارت
رياض31 دسمبر(اے پي پي)د سعودي عرب د روغتيا وزارت وياند ډاكټر العبد العالي وئېلي دي چې په هېواد كښې د تېرې اونۍ په مقابله كښې روانه اونۍ د كورونا د كيسونو په شمېره كښې اضافه شوې ده۔د عرب ابلاغ ذريعو له مخې ده ووئيل چې د كورونا وائرس كمپائن په مهال د ويكسين دوه خوراكونه نه لګونكو په اړه تشويش رامخې ته كېږي۔د كورونا وائرس په كسيونو كښې زياتره هغه خلك شامل دي چا چې د ويكسين دواړه خوراكونه نه وي لګولې۔د روغتيا وزارت وياند زور راوړې چې بوسټر ډوز لګونكو كښې يو نيم تن د كورونا وائرس څخه ځپلې كېږي۔د طبي جائزو څخه دا خبره ثابته شوې چې د ويكسينو څخه چې كوم مدافعتي نظام مرتب كېږي هغه د ويكسين لګولو نه 3 مياشتې پس كمزورې كېږي لهزا د بوسټر ډوز د لارې دا مضبوطېږي۔العبد العالي وئېلي چې كومو خلكو بوسټر ډوز لګولې هغه د كورونا وائرس نوې قسمونو وائرس څخه ډېر كم ځپلې كېږي۔(











