د راتلونكو دوه ورځو په مهال د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د باران ورېدو امكان دے۔ د موسمياتو محكمه

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو دوه ورځو په مهال د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د باران ورېدو امكان دے۔ د اتوار په ورځ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد٬ د پنجاب په بېلا بېلو ښارونو او د هېواد په نورو سيمو كښې باران ورېدلې او د ګرمې زور مات شوے۔ د پنجاب په لاهور٬ فېصل آباد٬ نارووال٬ اوكاړه٬ …

اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د موسمياتو محكمې وئيلي دي چې د راتلونكو دوه ورځو په مهال د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د باران ورېدو امكان دے۔ د اتوار په ورځ په وفاقي پايه تخت اسلام آباد٬ د پنجاب په بېلا بېلو ښارونو او د هېواد په نورو سيمو كښې باران ورېدلې او د ګرمې زور مات شوے۔ د پنجاب په لاهور٬ فېصل آباد٬ نارووال٬ اوكاړه٬ چشتيا٬ ډېره غازي خان او نورو سيمو كښې باران شوے۔ د موسمياتو محكمې له مخې د راتلونكو دوه ورځو په مهال په هزاره ډويژن٬ پېښور٬ كوهاټ٬ بنو٬ ډي آئي خان٬ ملتان٬ سرګوها٬ فېصل آباد٬ ساهيوال٬ لاهور٬ ګجرانواله٬ پېنډې٬ اسلام آباد٬ فاټا او كشمير كښې په ځينې سيمو د باران ورېدو امكان دے۔

مزید خبریں