پاكستان په اېشين ډبلر سكوائش چېمپئن شپ كښې سلور مېډل ترلاسه كړو

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د پاکستان نور زمان او ناصر اقبال په درېم اېشین ډبلز سکوائش چېمپئن شپ 2026 كښې غوره كاركردګي ښودلو سره سلور مېډل په خپل نوم كړو۔ د چېمپئن شپ  په اختتام د مېډلز وېشلو په دستوره كښې پاكستاني لوبغاړو ته په رنر اپ پاتې كېدو سول مېډل وركړے شو۔په نور زمان او ناصر اقبال مشتملې پاكستانۍ ډلې فائنل ته رسېدو لپاره غوره لوبه وكړه بياهم په …

اسلام آباد۔21جون(اے پی پی) د پاکستان نور زمان او ناصر اقبال په درېم اېشین ډبلز سکوائش چېمپئن شپ 2026 كښې غوره كاركردګي ښودلو سره سلور مېډل په خپل نوم كړو۔ د چېمپئن شپ  په اختتام د مېډلز وېشلو په دستوره كښې پاكستاني لوبغاړو ته په رنر اپ پاتې كېدو سول مېډل وركړے شو۔په نور زمان او ناصر اقبال مشتملې پاكستانۍ ډلې فائنل ته رسېدو لپاره غوره لوبه وكړه بياهم په پرېكنده مقابله كښې د روايتي حريف خلاف ماتې خوړولو سره مخ شوه۔ په ايونټ كښې ګردې آسيا څخه 15 ډلو ګډون وكړو۔ د پاكستان لخوا نور زمان او ناصر اقبال سلور مېډل او په حمزه خان او عاصم خان مشتملې پاكستانۍ ډلې 5م پوزيشن ترلاسه كړو۔