سانتیاګو ۔ 30دسمبر(اے پی پی) د چلي په پيومو سيمه كښې د ټرك او وېن ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 9 كسان مړه او 2 سخت ژوبل شوي دي۔ د چينائي ميډيا د پیومو فائر برېګېډ كپتان لوئي مالډوناډو حوالې سره وئيلي دي چې د چلي په پیومو سيمه كښې د مزدورانو وړونكې يو ټرك مسافر وېن سره د ټكر كېدو په نتيجه كښی ژورې كندې ته پرېوتو …
چلي كښې ترافيكې پېښه ٬ 9 كسان مړه
سانتیاګو ۔ 30دسمبر(اے پی پی) د چلي په پيومو سيمه كښې د ټرك او وېن ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 9 كسان مړه او 2 سخت ژوبل شوي دي۔ د چينائي ميډيا د پیومو فائر برېګېډ كپتان لوئي مالډوناډو حوالې سره وئيلي دي چې د چلي په پیومو سيمه كښې د مزدورانو وړونكې يو ټرك مسافر وېن سره د ټكر كېدو په نتيجه كښی ژورې كندې ته پرېوتو چې په نتيجه كښې ئې 9 كسان مړه او دوه سخت ژوبل شول۔ رېسكيو ډلې د پېښې ځائې ته رسېدو سره مړي او ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړل۔ بلخوا د چلي لېبر ډائرېکټورېټ وئيلي چې د پېښې په اړه پلټنې پېل كړې شوي دي۔











