روسيې امريكې سره د امنيت په اړه دخبرو اترو منصوبې تصديق كړے

ماسكو28دسمبر(اے پي پي)د روسيې خارجه وزارت د نهې په ورځ تصديق كړے چې د ماسكو حكومت د جنورۍ په لسمه نېټه د امريكې سره د امنيت په اړه د خبرو اترو منصوبه لري۔د روسيې خارجه وزير سيرګئ ريابكوف وئېلي دي د روسيې لخوا د امنيت په غوښتنو تراوسه د امريكې غبرګون مبهم پاتې شوے۔ده ووئيل امريكې سره د خبرو اترو نه علاوه د جنورۍ په 12مه نېټه د ناټو سره …

ماسكو28دسمبر(اے پي پي)د روسيې خارجه وزارت د نهې په ورځ تصديق كړے چې د ماسكو حكومت د جنورۍ په لسمه نېټه د امريكې سره د امنيت په اړه د خبرو اترو منصوبه لري۔د روسيې خارجه وزير سيرګئ ريابكوف وئېلي دي د روسيې لخوا د امنيت په غوښتنو تراوسه د امريكې غبرګون مبهم پاتې شوے۔ده ووئيل امريكې سره د خبرو اترو نه علاوه د جنورۍ په 12مه نېټه د ناټو سره په خبرو كښې هم د پوځي چارواكو ګډون ضرورې دے۔دا خبره مهمه ده چې روسيې د لوېديز دفاعي اتحاد ناټو څخه غوښتنه كړې چې يوكرائن ته د ركنيت وركولو څخه ډډه وكړي