هوسټن ۔28دسمبر(اے پی پی) په امريكائي رياست ټېكساس كښې په ګېس سټېشن د ډزو په نتيجه كښې 3 ځوانان مړه او يو ژوبل شوې دے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې پوليس وئيلي چې د ټېكساس په يو ګېس سټېشن د نامعلومه كسانو لخوا د ډزو په نتيحه كښې درې ځوانان په ځائې مړه او يو بل ژوبل شو۔ د پوليس له مخې ژوبل شوې 15 كلن ځوان په …
په امريكائي رياست ټېكساس كښې په ګېس سټېشن د ډزو پېښه ٬ 3 ځوانان مړه يو ژوبل
هوسټن ۔28دسمبر(اے پی پی) په امريكائي رياست ټېكساس كښې په ګېس سټېشن د ډزو په نتيجه كښې 3 ځوانان مړه او يو ژوبل شوې دے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې پوليس وئيلي چې د ټېكساس په يو ګېس سټېشن د نامعلومه كسانو لخوا د ډزو په نتيحه كښې درې ځوانان په ځائې مړه او يو بل ژوبل شو۔ د پوليس له مخې ژوبل شوې 15 كلن ځوان په سمدستي توګه درملنو له روغتون ته منتقل كړې شوې دې۔ د ځائي ميډيا رپورټس لمخې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي۔










