د جلال اباد په مرکزي روغتون کښې د جدي ناروغیو درملنې یو مرکز پرانېستل شو

کابل ۔28دسمبر(اے پی پی) د افغانستان د جلال اباد ښار په مرکزي روغتون کښې د جدي ناروغیو د درملنې یو مرکز پرانیستل شو۔ د سركاري خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار سر ښار جلال آباد په مرکزي روغتون کښې يو ټرائيج سنټر پرانېستل شوې دې۔ د طبي آسانۍ دا سنټر د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) مالي مرستې سره د 100 زره امريكائي …

کابل ۔28دسمبر(اے پی پی) د افغانستان د جلال اباد ښار په مرکزي روغتون کښې د جدي ناروغیو د درملنې یو مرکز پرانیستل شو۔ د سركاري خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار سر ښار جلال آباد په مرکزي روغتون کښې يو ټرائيج سنټر پرانېستل شوې دې۔ د طبي آسانۍ دا سنټر د روغتيا نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) مالي مرستې سره د 100 زره امريكائي ډالرو په لګښت جوړ شوې دې۔ په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په دې كښې په يو وخت كښې د 15 رنځوران د پاتې كېدو ګنجائش شته۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي دي د روغتيا څانګې افغان چارواكو افغان اولس لپاره د روغتيا خدماتو ته د رسنې آسانولو عزم كړې دې۔