ریاض۔28دسمبر(اے پی پی) د سعودی عربستان باچا خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبد العزیز د مسجد نبوي په الېکټرو مکېنیکل سسټم كښې د بدلون كولو منظوري وركړې ده۔ سعودی ورځپاڼې د الحرمېن الشريفېن انتظاميې حوالې سره وئيلي چې د شاهي منظورۍ نه وروستو به د مسجد نبوي د برقی پوړو په شمول په الېکټرو مکېنیکل سسټم ، ساؤنډ سسټم، کنټرول سسټم، پارکنګ او نورو خدماتو كښې بهتري رامخې ته …
شاه سلمان د مسجد نبوي الېكټرو مكېنكل سسټم كښې د بدلون منظوري وركړه
ریاض۔28دسمبر(اے پی پی) د سعودی عربستان باچا خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبد العزیز د مسجد نبوي په الېکټرو مکېنیکل سسټم كښې د بدلون كولو منظوري وركړې ده۔ سعودی ورځپاڼې د الحرمېن الشريفېن انتظاميې حوالې سره وئيلي چې د شاهي منظورۍ نه وروستو به د مسجد نبوي د برقی پوړو په شمول په الېکټرو مکېنیکل سسټم ، ساؤنډ سسټم، کنټرول سسټم، پارکنګ او نورو خدماتو كښې بهتري رامخې ته كړې شي۔ انتظاميې وئيلي چې د سعودي مشرتابه لخوا دا منظوري د دې خبرې عكاسي كوي چې د حرمېن شريفېن خدمت د حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده او حكومت زائرينو ته غوره آسانۍ وركولو له پرله پسې هڅې كوي











