په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو يو بل كشميرې ځوان شهيد كړو

سرينګر 26 دسمبر(اے پي پي) د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې مقبوضه جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې په اسلام آباد ضلع كښې يو بل كشميرې ځوان شهيد كړے او دې سره د تېرو دوه ورځو په مهال د شهيد شويو كشميري ځوانانو شمېره 5 ته رسېدلې. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو ياد شوے ځوان په بيجيهاړه سيمه …

سرينګر 26 دسمبر(اے پي پي) د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې مقبوضه جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې په اسلام آباد ضلع كښې يو بل كشميرې ځوان شهيد كړے او دې سره د تېرو دوه ورځو په مهال د شهيد شويو كشميري ځوانانو شمېره 5 ته رسېدلې. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو ياد شوے ځوان په بيجيهاړه سيمه كښې د محاصرې او لټون په مهال شهيد كړے دے. قابض چارواكو په سيمه كښې سخت بندېزونه لګولي دي، د انټرنېټ او موبائل سروس معطل كړے شوے. تر وروستيو اطلاعاتو په سيمه كښې پوځي عمليات روان وو. د دې څخه وړاندې هندي ځواكونو تېره ورځ په پلوامه او شوپيا كښې دوه ځوانان شهيدان كړي وو.