د اسرائيلي پوځ په ډزو كښې فلسطينې وګړے شهيد شو

رام الله 22 دسمبر(اے پي پي) اسرائيلي پوځ په لوېديځه پوله په پوځي چېك پوسته په فلسطيني وګړي ډزې كولو سره هغه شهيد كړے دے. د چينائي مېډيا له مخې فلسطيني چارواكو په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې تېره ورځ اسرائيلي ځواكونو د فلسطين په جنېن ښار كښې په اسرائيلي پوځي چېك پوسته د يو فلسطيني وګړي په ګاډي ډزې وكړې او په نتيجه كښې ئې فلسطينې وګړے شهيد شو. اسرائيلي پوځ په يو بيان كښې د پېښې تصديق كولو سره وئيلي دي چې پوستې سره نزدې په ولاړو عسكرو د ګاډي خېژولو په هڅه په فلسطيني وګړي ډزې شوې دي. په پېښه كښې د كوم اسرائيلي عسكر د وژل كېدو يا ژوبل كېدو اطلاعات نه دي راغلي.