
کابل21 دسمبر (اے پي پي) افغانستان كښې د طالبانو لخوا د لاريون د اجازې نه پس نزدې 200 افغان وګړو په پايه تخت کابل كښې مارچ كولو سره په هېواد كښې د معاشي بحران خاتمې لپاره د افغانستان د اربونو ډالرو كنګل كړې شويو اثاثو د بحالۍ غوښتنه كړې ده۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د افغان پيپلز موومنټ تر سېوري لاندې د نهې په ورځ په دې مارچ كښې يوه مېرمن شامله نه وه٬ مظاهرچيانو په دې موقع بېنرې پورته كړې وې۔ په دې موقع د انتظاميې يو غړي شفيق احمد رحيمي ووئيل زمونږ مهمه غوښتنه دا ده چې امريكا دې زمونږ كنګل كړې شوې اثاثې زر بحال كړي كوم چې د يوې ډلې٬ شخيصت يا د حكومت نه بلكې د دې اولس سرمايه ده