دبئی۔21دسمبر(اے پی پی) اے سی سی انډر 19 ایشیا کپ 23 دسمبر څخه متحده عرب امارات (یو اے ای) كښې پېل كېږي په كوم كښې چې 8 آسيائي هېوادونه ګډون كوي۔ د روايتي حريف پاكستان او هند ترمينځه مېچ به په 25 دسمبر كولې شي۔ د اېشیا کرکټ کونسل ترسېوري لاندې د انډر 19 ایشیا کپ خوندورې مقابلې به په 23 دسمبر د زيارت په ورځ يو اے اي كښې …
انډر 19 ایشیا کپ، د پاك او هند ترمينځه مقابله به په 25 دسمبر كېږي

مزید خبریں
دبئی۔21دسمبر(اے پی پی) اے سی سی انډر 19 ایشیا کپ 23 دسمبر څخه متحده عرب امارات (یو اے ای) كښې پېل كېږي په كوم كښې چې 8 آسيائي هېوادونه ګډون كوي۔ د روايتي حريف پاكستان او هند ترمينځه مېچ به په 25 دسمبر كولې شي۔ د اېشیا کرکټ کونسل ترسېوري لاندې د انډر 19 ایشیا کپ خوندورې مقابلې به په 23 دسمبر د زيارت په ورځ يو اے اي كښې پېل كېږي۔ په ټورنامنټ كښې ګډون كوؤنكې 8 لوبډلې په دوه ګروپونو كښې وېشلې شوي دي۔ په ګروپ اے كښې پاكستان ٬ هند ٬ متحده عرب امارت او افغانستان او په ګروپ بي كښې بنګله دېش ٬ كوېت ٬ نيپال او د سري لنكا انډر 19 لوبډلې شامل دي۔ د ټورنامنټ دويم مېچ به د بنګله دېش او نيپال او درېم د پاكستان او افغانستان ترمينځه كېږي۔ پاكستانۍ لوبډله به دوهم ګروپ مېچ په 25 دسمبر د روايتي حريف هند او درېم او وروستې مېچ په 27 دسمبر د يو اے اي په ضد كوي۔ د ټورنامنټ دواړه سيمې فائنلې به په 30 دسمبر او فائنل د نوي كال په اولنۍ نېټه كولې شي











