اسلام آباد۔21دسمبر(اے پی پی) د نایجیریا په شمالي ایالت کدونا کښې په کلیو د وسله والو بريدونو په نتيجه كښې د مړو شويو كسانو شمېره 40 ته رسېدلې ده۔ د چین خبري اژانس د کادونا ایالت د داخلي امنیتي چارو کمشنر سموئیل ارووان يو بيان حوالې سره وئيلي دي چې نامعلومه وسله والو دخالي او اتوار منځومانۍ شپه كښې د کدونا ایالت ګیوا سیمې په دریو کلیو کورن فاوا، مارکې او ریهيا بريد كړې وو د كومو په نتيجه كښې چې تر پرون ورځې د 38 كسانو د وژل كېدو تصديق شوې وو٬ وروستو دوه مړي نور ترلاسه شؤ چې ورسره شمېره 40 ته ورسېده۔