معيشت 5 څخه تر 6 فيصده حساب سره وده كوي٬د معيشت پياوړتيا سره به په ګرانۍ كښې كمې راشي۔ سېنېټر شوکت ترين

پېښور 20 دسمبر (اے پي پي) نوي ټاكلي شوي سېنېټر شوکت ترين وئيلي دي چې معيشت د 5 څخه تر 6 فيصده حساب سره وده كوي٬د معيشت بهترۍ سره به په ګرانۍ كښې كمې راشي او اولس ته به ريليف ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سېنېټ غړي په حېث ټاكل كېدو نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې شوکت ترين …

پېښور 20 دسمبر (اے پي پي) نوي ټاكلي شوي سېنېټر شوکت ترين وئيلي دي چې معيشت د 5 څخه تر 6 فيصده حساب سره وده كوي٬د معيشت بهترۍ سره به په ګرانۍ كښې كمې راشي او اولس ته به ريليف ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سېنېټ غړي په حېث ټاكل كېدو نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې شوکت ترين ووئيل د ګاز ذخيزه په تندۍ سره كمېږي او حكومت هڅه كوي چې كوم ځائ د ګاز پنګې دريافت شوې ھغه ګاز په استعمال كښې راولي۔ ده ووئيل دا مهال هم كورنيو مصرف كوٶنكو ته د ګاز په وركړه كښې ترجيح وركولې كېږي۔ شو کت ترين ووئيل د برېښنا د كمي هېڅ مسئله نه ده رامخې ته شوې ٬ لوډشېډنګ ھغه سيمو كښې كېږي چرته چې د برېښنا غلا كېږي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ګراني نړيواله مسئله ده خو د دې مسئلې لاره نيولو لپاره اولس ته هر ډول ممكنه سبسډي وركوٶ۔ ده ووئيل د پاكستان اولس ته كورونو جوړولو او زرعي مقاصدو لپاره د سود نه پاكې قرضې هم وركولې كېږي

مزید خبریں