
اسلام آباد 23مئي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د قبائېلي سيمو د دريو ايجنسو د بې كوره شويو كسانو د ستنېدو عمل ترسره شوې٬د نورو دريو ايجنسو د خلكو د ستنېدو عمل به زر ترسره شي۔ده دا خبرې د فاټا مشرانو سره د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د ملاقات په مهال وكړې۔په دې موقع سناتور مشاهد الله خان او د 7 واړو قبائېلي ايجنسو سره تعلق لرونكي مشرانو هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل چې د بې كوره شويو خلكو بيا آبادۍ لپاره حكومت ډېرې پېسې بېلې كړی دي۔ده ووئيل چې د ضرب عضب عملياتو مثبتې نتيجې راوتلې دي او د فاټا په 7 واړو ايجنسو كښې آلات معمول ته راروان دي۔اولس مشر د فاټا د اولس قربانۍ او خدمت وستائېل او وې وئېل چې د فاټا بهترۍ لپاره د حكومت اصلاحاتي كمېټي په ترجيحي بنيادونو خپل كار كوي۔په فاټا كښې به د اصلاحاتو نه پس حالات لا ښه شي۔ده ووئيل چې د فاټا د اولس د رائے نه غېر به هېڅ آئيني بدلون نه شي كولې۔اولس مشر ووئيل چې حكومت به د ترهه ګرۍ په مهال د تباه شوي انفراسټركچر بحالۍ لپاره پوره هڅې كوي۔د تعليمي ادارو بحالي٬د سړكونو نظام او د روغتونونو رغونه د حكومت بنيادي ترجيحات دي۔ده ووئيل چې په قبائېلي سيمو كښې به د روزګار زياتې موقعې پیدا كولې شي۔د فاټا ځوانان لويې صلاحيتونه لري۔د فاټا ځوانانو ته تعليم وركولو سره هغوي لويې كارنامې ترسره كولې شي۔ده ووئيل چې د قبائېلي سيمو د مسئلو حل زمونږ ذمه واري ده خو د وسيلو د كمي له امله ستونزې رامينځ ته كېږي۔ده ووئيل چې په قبائېلي سيمو كښې بايد د جينكو زده كړې ته بشپړه پام وكړې شي چې دغسې هغوي هم د قبائېلي سيمو پھ پرمختګ كښې مثبت كردار ترسره كړې شي۔اولس مشر ووئيل چې حكومت په سم لوري روان دې٬د هېواد په معيشت كښې بهتري راغلې۔