نړيواله ورورولي دې صومالیه كښې د خوارك كمې مخنيوې لپاره د 1.5 اربه ډالره مرسته وكړي،ملګرې ملتونه

موګا دېشو 20 دسمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو نړيوالې ورورولۍ ته خواست كړې چې په صومالیه كښې د خوراك كمې مخنيوې لپاره دې د 1.5 اربه ډالره مرسته وكړي ځكه چې په صومالیه كښې په ھر څلورو كښې يو تن د لوږي ښكار كيږي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې صومالیه لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کوآرډینېټر آدم عبد المولا په خپله يوه مركه كښې وئيلي چې ملګري ملتونو صومالیه كښی د خوراك بحران مخنيوې لپاره غړو هېوادونو څخه د 1.5 اربه ډالره غوښتنه كړې ده ځكه چې راروان كال به په صومالیه كښې په مجموعي توګه 77 لکهه كسانو لپاره د انساني همدردۍ په بنیاد مرستې او تحفظ ته حاجت وي،دا شميره د مجموعي آبادۍ نيمه او د 2021 په مقابله كښې له 30 فيصده څخه زياته ده۔ ده ووئيل صومالیه پرله پسې د درې موسمونو راهيسې وچ كالۍ سره مخ دې او په هېواد كښې د خوراك كمي بحران شدت اختیاروي