د برتايې د استخبارتي ادارې لخوا د مواصلاتي ډېټا د جاسوسۍ كوم شواهد نه دي ترلاسه شوي۔د شېخ آفتاب احمد سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد 23 دسمبر(اے پي پي)د پارلماني چارو دوهم وزير شېخ آفتاب احمد وئيلي دې چې د برتانيې د استخبارتي ادارې جي سي اېچ كيو لخوا د پاكستان د مواصلاتي ډېټا د جاسوسۍ په اړه كوم شواهد نه دي ترلاسه شوې ۔د شورو په ورځ د سناتور شاهي سيد په تحريك التواءبحث راغونډولو سره شېخ آفتاب ووئيل د سي آي اے پخواني چارواكي په دې لړ كښې بيان وركړې ٶ٬ پي ټي سي اېل او پي ټي اے د دې معامله پلټنې كړې دي دا محض يو خبر ٶ٬ په دې لړ كښې داسې كوم شواهد نه دي ترلاسه شوې چې د مواصلاتي ډېټا جاسوسي شوې وي۔