کابل۔19دسمبر(اے پی پی) په افغانستان کښې درخواست كوؤنكو ته د پاسپورټونو د ورکړې بهیر پېل شوې دې۔ د المانۍ رسنې د راپور له مخې په افغانستان کښې د پاسپورټونو د جاري كولو ادارې مشر عالم ګل حقاني رسنیو ته وئیلي چې د پاسپورټونو چمتو کولو یا صادرولو سره اړوندې ټولې تكنیکي ستونزې هوارې كړې شوې دي او د سبا نه به هغه وګړو ته پاسپورټ وركول پېل شي كومو چې وړاندې درخواستونه وركړې دي۔ هغه ووئيل د پاسپورټ لپاره نوي درخواستونه به د جنورۍ له 10مې نېټې جمع كولې شي۔