اسلام آباد 18 دسمبر(اے پی پی)د افغانستان په صورتحال د سعودي عرب په تجويز او د پاكستان په كوربتو كښې د اسلامي مرستې تنظيم غړو هېوادونو خارجه وزيرانو كونسل 17مه غېر معمولي غونډه به(نن)د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې ګډون لپاره د او آئي سي جنرل سېكرټري٬اسسټنټ جنرلز سېكرټري نه علاوه د اسلامي هېوادونو خارجه وزيران اسلام آباد ته رارسېدلې دي۔د خالي په ورځ په …
د اسلامي مرستې تنظيم غړو هېوادونو خارجه وزيرانو كونسل 17مه غېر معمولي غونډه به(نن)كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 18 دسمبر(اے پی پی)د افغانستان په صورتحال د سعودي عرب په تجويز او د پاكستان په كوربتو كښې د اسلامي مرستې تنظيم غړو هېوادونو خارجه وزيرانو كونسل 17مه غېر معمولي غونډه به(نن)د اتوار په ورځ په اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې ګډون لپاره د او آئي سي جنرل سېكرټري٬اسسټنټ جنرلز سېكرټري نه علاوه د اسلامي هېوادونو خارجه وزيران اسلام آباد ته رارسېدلې دي۔د خالي په ورځ په غونډه كښې ګډون لپاره د مېلمنو د راتګ سلسله روانه وه دا غېر معمولي غونډه د پارليمنټ هاؤس قامي اسمبلۍ په هال كښې كېږي د كومې لپاره چې په هال كښې د اسلامي هېوادنو بېرغونه لګولې شوي دي۔د غونډې پرانستې سېشن به د ورځې 11نيمې بجې كېږي كومې ته به چې وزيراعظم عمران خان خطاب كوي۔د دې نه علاوه د او آئي سي جنرل سېكرټري حسېن ابراهيم طهٰ٬د سعودي عرب خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان السعود او د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي خطاب كوي دغسې ماښام 6 نيمې بجې د غونډې په آخر به خارجه وزير شاه محمود قرېشي او د او آئي سي جنرل سېكرټري شريك خبري كنفرنس كوي۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه د دې غېر معمولي غونډې په وجه د خالي او ګل په ورځ په اسلام آباد كښې په ځايې توګه رخصتۍ اعلان شوې۔په دې موقع د امنيت خاص انتظامات شوي دي۔د غونډې په مهال به شاهراه دستور ټرافېك لپاره بند وي









