د تركمانستان لخوا په بشري بنيادونو عطيه كړې شوې د مرستې دوهم كهېپ افغانستان ته ورسېد

كابل 15 دسمبر (اے پي پي) د تركمانستان لخوا په بشري بنيادونو عطيه كړی شوې د مرستې دوهم كهېپ افغانستان ته ورسېد۔ د افغانستان سركاري راډيو او ټيلي ويژن له مخې د تركمانستان لخوا په بشري بنيادونو عطيه كړی شوې د مرستې دوهم كهېپ د افغانستان لوېديزې صوبې هرات ته رسېدلې۔د طالبانو نګران حكومت نائب خارجه وزير شير محمد عباس ستانكزئي او د تركمانستان چارواكو د مرستې سامان سپارلو په دستوره كښې ګډون وكړو۔ د خبر له مخې د مرستې سامان په تورګهونډي كښې د لينډ پورټ د لارې هرات ته رسولې شوې۔ په دې موقع نائب خارجه وزير شېر محمد عباس ستانكزئي په بشري مرسته كولو د تركمانستان مننه وكړه او ګاونډي هېواد ئې د افغانستان ريښتنې ملګرې وګرځولو۔ د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو هيومن رائټس كونسل خبردارې وركړې چې افغانانو ته پېښ بشري بحران بنيادي بشري حقونه خطر سره مخ كړې دي۔