كابل 14 دسمبر (اے پي پي) د چين لخوا عطيه شوې د ژمي د سامان دوهمه پېره د افغانستان پايه تخت كابل ته ورسېده. د چين خبر رسوونكې ادارې له مخې د سرپرست حكومت د كډوالو نائب وزير ارسلا خروټي او په افغانستان كښې د چين سفير وانګ يو په كابل كښې د سامان سپارلو په دستوره كښې ګډون وكړو. د ژمي په دې سامان كښې د 70,000 نه زيات كمبل او د 40,000 نه زيات كوټونه شامل دي. په دې موقع دستورې ته په خپله وېنا كښې چينائي سفير ووئيل چې په دې حالاتو كښې به چين د خوراك پشمول د نورو څيزونو افغانستان سره مرسته روانه ساتي. ده ووئيل چې د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه چين د افغانستان د اوسنې په اوسنيو كشالو قابو موندلو كښې مرستې ته چمتو دے. د افغانستان د كډوالو نائب وزير ارسلا خروټي په بېړنې مرسته كولو د چين مننه وكړه او وې وئيل چې ډېر افغانان په دې وخت كښې ستونزو سره مخ دي. ده ووئيل چې دا سامان به د ټول هېواد په مستحق كسانو كښې ويشلې شي.