په روسيه كښې په ځانمرګي بريد كښې 8 كسان ژوبل شوي

ماسكو 13 دسمبر (اے پي پي) په روسيه كښې په يوه درسګاه كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې 8 كسان ژوبل شوي دي. د روسيې خبري اژانس له مخې يو 18 كلن ځوان د روسيې په يوه كلي واله سيمه كښې په يوه درسګاه چاودېدونكو توكو سره بريد وكړو چې پكښې بريد كوونكې په خپله مړ او نور 8 كسان ژوبل شول. په ژوبل شويو كښې 7 ځوانان شامل دي. په چاودنه كښې د پېړو پخوانې درسګاه دروازې ته زيان رسېدلې. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې بريد كوونكي د سهار لمونځ په مهال د بريد كولو پلان تيار كړے و خو چاودېدونكي توكي په دروازه كښې وچاودېدل.