هوانا 12 دسمبر (اے پي پي) په كيوبا كښې د غېر قانوني كډوالو د كشتۍ ډوبېدو په پېښه كښې دوه كسان مړه شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د كيوبا د كورنيو چارو وزارت وئيلي دي چې د كيوبا د ساحلي ميابك ولايت په سانتاكروز ډيل ټورنې ښار كښې د 23 غېر قانوني كډوالو كشتۍ ډوبه شوې او په نتيجه كښې ئې دوه كسان مړه شوي دي. ساحلي ګارډز وئيلي دي چې غېر قانوني كډوال د سمندر د لارې فلورېډا ته د رسېدو هڅې كوي.