ابوجا 10 دسمبر (اے پي پي) د نائجېريا پوځ تښتول شوي 20 پوليس اهلكار راخوشي كړي دي كوم چې وسله والو په شمالي ختيځ يوبې ايالت كښې په پوليس ډويژن د بريد په مهال تښتولي وو. د چينائي مېډيا له مخې د پوځ وياند په پلازمينه ابوجا كښې د خبري كانفرنس په مهال خبريالانو ته ووئيل چې د بوكوحرام وسله والو د يوبې ايالت څخه د يو بريد په مهال …
د نائجېريا پوځ تښتول شوي 20 پوليس اهلكار راخوشي كړل
ابوجا 10 دسمبر (اے پي پي) د نائجېريا پوځ تښتول شوي 20 پوليس اهلكار راخوشي كړي دي كوم چې وسله والو په شمالي ختيځ يوبې ايالت كښې په پوليس ډويژن د بريد په مهال تښتولي وو. د چينائي مېډيا له مخې د پوځ وياند په پلازمينه ابوجا كښې د خبري كانفرنس په مهال خبريالانو ته ووئيل چې د بوكوحرام وسله والو د يوبې ايالت څخه د يو بريد په مهال 20 پوليس اهلكار تښتولي وو. پوځ د تېرو دوه اونيو په مهال د عملياتو په نتيجه كښې دا اهلكار راخوشي كړي دي. ده ووئيل چې د عملياتو په مهال ترهګر په وسله غورځولو مجبور شوي دي.











