ملګري ملتونه 10 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو انډر سېكرټري جنرل روز مېري ډي كارلو افغان اولس لپاره د نړيوالې ادارې د عزم، سوله ايزه ټولنه جوړولو لپاره د دوي د هڅو د ملاتړ روان ساتلو او د افغان اولس يوازې نه پرېښودو د عزم پخلې كړے دے. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو انډر سېكرټري د افغانستان د درې ورځنې دورې په پاې …
په اوسنيو بحرانونو كښې به افغان اولس يوازې نه پرېږدو. ملګري ملتونه
ملګري ملتونه 10 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو انډر سېكرټري جنرل روز مېري ډي كارلو افغان اولس لپاره د نړيوالې ادارې د عزم، سوله ايزه ټولنه جوړولو لپاره د دوي د هڅو د ملاتړ روان ساتلو او د افغان اولس يوازې نه پرېښودو د عزم پخلې كړے دے. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ملګرو ملتونو انډر سېكرټري د افغانستان د درې ورځنې دورې په پاې كښې تېره ورځ په خپل يو بيان كښې ووئيل چې ملګري ملتونه د كال 1949م نه په افغانستان كښې كار كوي، په اوسنيو بحرانونو كښې به افغان اولس يوازې نه پرېږدو. د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل د پرېس دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې روز مېري ډي كارلو د افغانستان دورې په مهال په كابل كښې د طالبانو د لنډ مهاله حكومت اعلٰی استازو، سياسي شخصياتو، مېرمنو، سول سوسائټۍ او سفارتي غړو سره ملاقات كړے او وئيلي ئې دي چې ملګري ملتونه به په افغانستان كښې پاتې كېږي او خپل خدمات به ترسره كوي. هغې ووئيل چې په افغانستان كښې مېرمنې او جينكې چې كوم صورتحال سره مخ دي، په دې اندېښنه ده. د دورې په مهال مې معلومه كړې ده چې افغان مېرمنې او جينكې د كوم فرق نه بغېر سكول ته تلل غواړي، كار كول غواړي او په اولسي ژوند كښې د برخې اخستلو جوګه كېدل غواړي. په دې لړ كښې چې كوم پرمختګ شوے ، بايد په ځائ وساتلې شي. هغې ووئيل چې په افغانستان كښې د سماجي تباهې مخ نيوي لپاره كار روان دے.











