په نائجېريا كښې د نامعلومو وسله والو په بريد كښې 9 كسان مړه او 10 ژوبل شوي

ابوجا 10 دسمبر (اے پي پي) د نائجېريا په مېنځني نائجر ايالت كښې په يو كلي د نامعلومو وسله والو په بريد كښې 9 كسان مړه او 10 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ځائي پوليسو مشر بالا كورياس وئيلي دي چې ځائي خلقو په ماشيګو سيمه كښې په يو ځائي جومات كښې د سهار لمونځ ادا كولو چې ناڅاپي پرې وسله والو بريد وكړو. په بريد …

ابوجا 10 دسمبر (اے پي پي) د نائجېريا په مېنځني نائجر ايالت كښې په يو كلي د نامعلومو وسله والو په بريد كښې 9 كسان مړه او 10 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د ځائي پوليسو مشر بالا كورياس وئيلي دي چې ځائي خلقو په ماشيګو سيمه كښې په يو ځائي جومات كښې د سهار لمونځ ادا كولو چې ناڅاپي پرې وسله والو بريد وكړو. په بريد كښې 9 كسان مړه او 10 ژوبل شوي دي. ده ووئيل چې بريد كوونكي په موټر سائيكلو راغلي وو او نېغ جومات ته لاړل او هلته ئې په لمونځ كوونكو ډزې وكړې. پوليس د پېښې نه پس سيمه محاصره كړه او پلټنې ئې پېل كړې دي.