مېكسيكو سټي 10 دسمبر (اے پي پي) په مېكسيكو كښې د ټرالر چپه كېدو په پېښه كښې 49 غېر قانوني كډوال مړه او 58 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د سول پروټېكشن اېجنسۍ مشر لوئس مينوئل ګارشيا مېډيا ته وئيلي دي چې دا پېښه د مېكسيكو په سوئيلي چياپاس سيمه كښې رامېنځ ته شوې. پېښه په لويه لار د فني خرابې په وجه رامېنځ ته شوې. په …
په مېكسيكو كښې د ټرالر چپه كېدو په پېښه كښې 49 غېر قانوني كډوال مړه او 58 ژوبل شوي دي
مېكسيكو سټي 10 دسمبر (اے پي پي) په مېكسيكو كښې د ټرالر چپه كېدو په پېښه كښې 49 غېر قانوني كډوال مړه او 58 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د سول پروټېكشن اېجنسۍ مشر لوئس مينوئل ګارشيا مېډيا ته وئيلي دي چې دا پېښه د مېكسيكو په سوئيلي چياپاس سيمه كښې رامېنځ ته شوې. پېښه په لويه لار د فني خرابې په وجه رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې ژوبل شوي كسان روغتونونو ته رسول شوي دي چې پكښې د دريو حالت اندېښمن ښودل شوے. پوليسو د پېښې مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي.











