ډوډوما 08 دسمبر (اے پي پي) په تنزانيه كښې د نوې جوړېدونكې ودانې لوېدو په پېښه كښې 4 كسان مړه او 17 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د تنزانيهه د اوبنګو يو سركاري چارواكي مېډيا ته وئيلي دي چې په دې پېښه كښې د دوه مېرمنو پشمول 4 كسان مړه شوي دي. په پېښه كښې د ځينې ژوبل شويو كسانو حالت هم اندېښمن ښودل شوے دے.