ابوجا 08 دسمبر (اے پي پي) په نائجېريا كښې وسله والو بس ته اور ولګولو، په پېښه كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول 30 كسان سوځېدو سره مړه شوي دي. د برتانيې مېډيا له مخې د شمالي لوېديځ بورنو ايالت د پوليسو وياند مېډيا ته ووئيل چې پېښه تېره ورځ په سوكوټور ايالت كښې رامېنځ ته شوې چرته چې وسله والو د مسافرو په يو بس بريد وكړو او بس ته ئې اور ولګولو. په پېښه كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول 30 كسان سوځېدو سره مړه شوي دي.