د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت اته كسيزه پلاوي د اوپن يونيورسټۍ اسلام آباد دوره

اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت اته كسيزه پلاوي د لوړو زده كړو د لنډمهاله وزير الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ كښې د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ دوره وكړه۔ پلاوي د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ضياء القيوم سره په افغانستان كښې د تعليمي ادارو بحالولو كښې د مرستې په اړه و خبرې وكړې۔ په دې موقع ډاکټر ضياء القيوم افغان پلاوي ته په افغانستان كښې د تعليمي نظام او د تعليمي ادارو په بيا رغونه كښې د بشپړه كردار لوبولو باور وركړو۔ ده ووئيل زمونږ پوهنتون د افغانستان د ټولو پوهنتونونو د ډيجيټلائزېشن عمل كښې مرسته كولو٬ افغان استاذانو ته تربيه وركولو او د كورسز جوړولو سره سره افغان زده كوٶنكو ته د پوهنتون څخه زده كړې ترلاسه كولو لپاره سكالرشپس وركولو لپاره چمتو دے۔ ده ووئيل مونږ خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې افغان پولې ته نزدې سيمو كښې د پوهنتون د سيمه ايزو دفترو د لارې افغان زده كوؤنكو انجونو او هلكانو ته تعليم وركولو لپاره چمتو يؤ۔ وائس چانسلر افغان پلاوي ته ووئيل چې اوپن پوهنتون په افغانستان كښې ريجنل کېمپس جوړولو كښې خوښي لري او په دې لړ كښې د تعليم وزارت ته وړاندېزونه لېږلې شوې دي، د هلته نه د منظورۍ نه پس به پوهنتون په افغانستان كښې خپل ريجنل كمېپس جوړوي۔ الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په دې موقع ووئيل د افغانستان په بيا رغونه كښې په ملګرتيا كولو مونږ د اوپن پوهنتون او په خاص توګه د پوهنتون د وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ضياء القيوم مننه كوٶ۔ په افغان پلاوي كښې د تعليمي چارو نائب وزير ډاکټر لطف اللہ خېرخواہ، د کابل يونيورسټي چانسلر ډاکټر اسامه عزيز، چيف آف سټاف عرفان اللہ عباد٫ د خپرونو او معلوماتو ډائريکټر ډاکټر دلاور سېلاب او د پرمختيائي كارونو ډائرېکټر انجينئر روح اللہ حقاني شامل وو۔ په دې موقع د نړيوالې مرستې او تبادلې د ډائرېكټورېټ ډائرېكټر ډاكټر زاهد مجيد افغان پلاوي ته د پوهنتون په پروفائل تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د دې نه وروسته افغان پلاوي د پوهنتون د مركزي كتابتون٬ راډيو٬ ټي وي سټوډيوز، د جديد ډېټا سنټر او د پرنټنګ پرېس دوره هم وكړه۔