د افغانستان د لوړو زدكړو وزارت 8 كسيزه پلاوي د لوړو زدكړو كمېشن دوره

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان د لوړو زدكړو وزارت 8 كسيزه پلاوي د لوړو زدكړو كمېشن اسلام آباد دوره كړې۔ د افغانستان لنډ مهاله وزير الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ كښې پلاوي كښې نائب د تعليم وزير ډاكټر لطف الله خيرخواه او د كابل پوهنتون چانسلر ډاكټر اسامه عزيزي هم شامل ؤ۔ ايګزيكټو ډائريكټر ايچ اي سي شائسته سهيل د پلاوي هركلے وكړو او هغوې ئې د ايچ اي سي د مهمو اقداماتو او بيلو پروګرامونو څخه خبر كړل۔ پلاوي د نيوټيك دوره هم وكړه چرته چې چيئرمېن سيد جاويد حسن د هغوې هركلے وكړو او پلاوې ئې د كمېشن د اقدامات په اړه په تفصيلي توګه خبر كړو۔ پلاوي نېشنل كريكولم كونسل پاكستان دوره هم وكړه چرته چې هغوې له سنګل نېشنل كريكولم او د هغې په مقاصد بريفنګ وركړے شو۔دې نه پس پلاوي ډائريكټوريټ جنرل آف مذهبي تعليم او نېشنل رحمۃ للعالمين اتھارټي دوره وكړه او هغوې له ئې د دې ادارو د مقاصد په اړه بريفنګ وركرو