افغان ځواكونو په قطبي افغانستان كښې يو هلك راخوشې كړو

کابل ۔6دسمبر(اے پی پی) افغان ځواکونو د افغانستان په شمال كښې یو هلک خوشې كړې دې۔ د رسمي خبري آژانس د خبر له مخې افغان امنیتي ځواکونو د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کښې یو هلک د تښتونکو له منګولو څخه خوشې كړې دې۔ د خبر رسنې ادارې لمخې ځواكونو د بلخ په صوبائي سرښار مزار شريف كښې تښتولې شوې هلك خوشې كړو او په دې كارروائۍ كښې ئې 8 كسان ونيول۔ د تېرې يوې اونۍ په مهال د تښتونكو د لاسه آزاد كړې شوې دا دويم تن دے۔ دې نه وړاندې امنيتي ځواكونو د زيارت په ورځ د مزار شريف ښار كښی يو كوچنې آزاد كړې وو۔ د بلخ په ښار کې یو تښتول شوی هلک ژغورل شوی او پولیسو اته تنه نیولي دي. په دې تړاو خلک وايي، دا په تېره يوه اوونۍ کې دويم کس دى چې د سړي تښتوونکو له منګولو ازادېږي، تر دې مخکې امنيتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ هم له مزارشريف ښار څخه يو ماشوم نيولى و