چین ، د تھرمل پاور كمپنۍ د استوګنې په سيمه كښې د اور لګېدو پېښه ٬ 8 كسان مړه ٬ 5 ټپيان

بیجنګ۔6دسمبر (اے پی پی) د چین په شانزي ولایت کښې د تھرمل پاور كمپنۍ د استوګنې په سيمه كښې د اور لګېدو پېښې له امله لږ تر لږه اته کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي۔ د چین خبري اژانس د چارواکو په حواله وئیلي دي چې د اورلګېدنې پېښه د ګل په ورځ سهار 20 دقيقې دپاسه په 4 بجې د تهرمل پاور كمپنۍ د استوګنې په سيمه كښې رامخې ته شوه۔ رېسكيو ډلې د پېښې ځائې ته رسېدو سره د مرستې كارروائۍ ترسره كړې۔ بلخوا چارواكو د اور لګېدو پېښې سبب معلومولو له پلټنې پېل كړې دي۔