امريكا- كېلېفورنيا كښې د كوچنۍ الوتكې پرېوتو پېښه ٬ 4 كسان مړه

واشنګټن۔6دسمبر (اے پی پی) د امریکا په کېلیفورنیا رياست كښې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو په پېښه کښې څلور کسان مړه شوي دي۔ د امریکا رسنیو د ټولیئر کاؤنټي شیرف د دفتر حوالې سره وئيلي چې لاس انجلس څخه 320 كلوميټره لرې په وېزاليا ښار كښې یو انجن لرونکې الوتکه د فني ستونزې له امله رانسكوره شوه چې په نتيجه كښی ئې 4 كسان مړه شوي دي۔ چارواکو وئیلي چې دغه الوتکه د وېزاليا ميونسپل هوائي اډې نه د الوتنې څو دقيقې وروسته پېښې سره مخ شوه۔ د پوليس له مخې په سمدستي توګه په پېښه كښې د مړو شويو شناخت نه دې شوې۔