په هند كښې نن په 6 دسمبر د بابري مسجد د شهادت ورځ لمانځلې شي

نوې ډيلې ۔5دسمبر(اے پی پی) د تاريخي بابري مسجد شهيد كولو په ضد نن د دسمبر 6 مه نېټه د تورې ورځې په توګه لمانځلې شي۔ د نن نه 29 كاله وړاندې په دې ورځ انتها خوښې هندوانو د مغل باچا بابر په دور كښې په جوړ كړې شوي مسجد بريد كولو سره شهيد كړې وو او د مسلمانانو په ضد فساداتو كښې نزدې 2 زره مسلمانان شهيد كړې شوي وو۔ په هند كښې بېلو تنظيمونو د دسمبر په 6 مه نېټه د سولييز احتجاج او د تورې ورځې لمانځلو اعلان كړې دې۔ دا خبره دې ښكاره وي چې بابري مسجد په 16 مه پېړۍ كښې مغل باچا ظهير الدين بابر جوړ كړې وو او په 6 دسمبر 1992 د هندو انتها خوښ تنظيم وشوا هندو پرېشد په شمول د هند جنتا ګوند لارښودو او نورو تنظيمونو نزدې يو نيم لك انتها خوښو په سټكونو او كودالو شهيد كړې وو۔ د بابري مسجد پېښې پلټنيو له يو كمېشن جوړ كړې شوې كوم چې د بی جے پی او وشوا هندو پرېشد يو شمېرو لارښودو په شمول 68 كسان د دې ذمه وار ګرځولې دي۔ د دې كېس سماعت لا روان دے بياهم تر دې دمه مجرمانو ته كومه سزا نه ده وركړې شوې۔