رومانيه كښې د اومی کرون لومړني دوه كېسونه رامخې ته شول

بخارسټ۔5دسمبر(اے پی پی) د رومانیا د روغتیا وزارت وئيلي دي چې په ټول هېواد کښې د اومی کرون لومړي دوه كېسونه رامخې ته شوي دي۔ د چينائي ابلاغ ذريعو د رومانيه د نېشنل انسټي ټيوټ آف پبلك هېلتھ حوالې سره وئيلي چې له سوئيلي افريقا څخه د رومانيه 46 او 18 نور هغه بهرني وګړي بخارسټ ته بېرته راوستلې شوي دي كوم چې دغلته ايسار كړې شوي وو۔ په دوو مسافرو کښې د اومي کرون شتون تایید شوې، چارواکو وئیلي چې دواړه مسافر په کور کښې قرنطین شوي دي۔