سوريه٬د آئل فيلډ په بسونو د عسكريت خوښو په بريد كښې 10 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل

دمشق 03دسمبر(اے پی پی)د سوريې ختيزې صوبې دير الزور كښې د داعش عسكريت خوښو د آئل فيلډ په دوه بسونو د بريد په نتيجه كښې لس كسان مړه او ګڼ شمېر ژبل شوي۔د چين خبر رسنې ادارې د سوريې سركاري خبر رسنې ايجنسۍ رپورټ په حقله وئېلي دي چې د داعش عسكريت خوښو د دير الزور په لوېديز سيمه كښې الخرته آئل فيلډ كښې كار كونكو خواري كښ وړونكو په …

دمشق 03دسمبر(اے پی پی)د سوريې ختيزې صوبې دير الزور كښې د داعش عسكريت خوښو د آئل فيلډ په دوه بسونو د بريد په نتيجه كښې لس كسان مړه او ګڼ شمېر ژبل شوي۔د چين خبر رسنې ادارې د سوريې سركاري خبر رسنې ايجنسۍ رپورټ په حقله وئېلي دي چې د داعش عسكريت خوښو د دير الزور په لوېديز سيمه كښې الخرته آئل فيلډ كښې كار كونكو خواري كښ وړونكو په بسونو هغه وخت بريد وكړو كله چې هغوي د كار څخه بېرته راتلل چې په نتيجه كښې يې لس كسان مړه او ګڼ ژوبل شي۔ګورنر فديل نجار ووئيل چې د بريد مقصد ديرالزور كښې د كارخانو پېداوار او زرعي څانګې ته زيان رسول وو۔