د نړيوال بېنك افغانستان لپاره د 28 كروړه ډالر مرستې رقم جاري كولو ملاتړ

جنېوا۔2دسمبر(اے پی پی) د نړيوال بنك بورډ كنګل كړې شوي ټرسټ فنډ څخه افغانستان لپاره د 28 کروړه ډالر مرستې رقم جاري كولو ملاتړ كړې دې۔ د عرب ابلاغ ذريعو د فرانسيسي خبر رسنې ادارې حوالې سره وئيلي چې افغانستان كښې د بشري بحران مخنيوي لپاره نړيوال بېنك د دې رقم د مرستې دوه ادارو ته د جاري كولو ملاتړ كړې دې۔يادې شوې ادارې په خپل رپورټ كښې وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو ادارې يونېسف ته به د كنګل كړې شوي فنډز څخه 28 كروړه ډالره جاري كولې شي خو دې لپاره ټرسټ فنډ (اے آر ټي اېف) سره د تړون لرون لرونكو 31 ډونرز لخوا منظورۍ ته اړتيا ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د افغانستان اولس معاشي بدحالۍ ٬ په يخنۍ كښې د خوراك كمي او مخ په زياتېدونكې بې وزلۍ سره مخ دے۔ د پوهانو وېنا ده چې د نړيوالې مرستې دوامداره پاتې كېدېو سره حالات ښه كېدې شي۔