اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) سارک چېمبر له طالبانو چارواکو سره د امریکائي استازو د لیدلو هرکلي كولو سره دا خوشبين ګرځولې دې چې ورسره به جنګ ځپلې افغانستان په چېنلجونو قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه كړي۔ دا خبره د شورؤ په ورځ د سارك چېمبر صدر افتخار علي ملك د وقاص انجم په مشرۍ كښې د كاروباري شخصياتو يو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په اګست كښې د اشرف غني …
د سارک چېمبر طالبانو سره د امریکائي استازو د لیدنې هرکلی ، جنګ ځپلی افغانستان به په پېښو چېلنجونو قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه كړي۔ د سارك چېمبر صدر افتخار علي ملك
اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) سارک چېمبر له طالبانو چارواکو سره د امریکائي استازو د لیدلو هرکلي كولو سره دا خوشبين ګرځولې دې چې ورسره به جنګ ځپلې افغانستان په چېنلجونو قابو موندلو كښې مرسته ترلاسه كړي۔ دا خبره د شورؤ په ورځ د سارك چېمبر صدر افتخار علي ملك د وقاص انجم په مشرۍ كښې د كاروباري شخصياتو يو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ په اګست كښې د اشرف غني د حكومت ختمېدو او د طالبانو په اقتدار كښې د راتللو نه وروسته د پاكستان لخوا طالبانو سره د خبرو په حاجت د زور راوړلو حواله وركولو سره افتخار علي ملك ووئيل پاكستان په دې بابله د پېښو چېلنجونو مخنيوي له د نړيوالې ورورولۍ طالبانو سره د انګېجمنټ ملاتړ ٬ وكالت او ډاډګيرنه كړې ده۔ هغه ووئيل د افغان اولس مرستې له د افغانستان د زر مبادلې پنګې كنګل كړې شوې نه ساتل د وخت مهم ضرورت دے۔ افتخار علی ملک د وزیر اعظم عمران خان لخوا افغان سوداګرې ورورولۍ سره په دې سخت وخت كښې كړې مرسته او په افغان برآمداتو او درآمداتو د ټول ټېكس معاف كولو ګام ستائنه وكړه۔ هغه ووئيل په دې سخت وخت كښې پاكستان افغانستان ته د بشري خواخوږۍ په بنيادي د خوراك كنټېنرز هم استولې دي۔











