د سي پېك مهمې پروژې هدف د ګوادر پورټ ترقي او د خلكو په معاشي ژوند كښې ښه والے راوستل دي۔د چين خارجه وزارت وياند

بيجنګ 30نومبر(اے پی پی)د چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پېك)مهمې پروژې د ګوادر پورټ هدف ترقي او د خلكو په معاشي ژوند كښې ښه والے راوستل دي ٬ د ګوادر پورټ بشپړیدونكو ټولو پروژو د تعليم موقعو راپېدا كولو٬د ملازمتونو ښه والي او د كورونا وائرس په ضد اقداماتو كښې مهم كردار تر سره كړے۔دا خبره د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بن شوي بريفنګ كښې كړې۔ده د پاكستان …

بيجنګ 30نومبر(اے پی پی)د چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پېك)مهمې پروژې د ګوادر پورټ هدف ترقي او د خلكو په معاشي ژوند كښې ښه والے راوستل دي ٬ د ګوادر پورټ بشپړیدونكو ټولو پروژو د تعليم موقعو راپېدا كولو٬د ملازمتونو ښه والي او د كورونا وائرس په ضد اقداماتو كښې مهم كردار تر سره كړے۔دا خبره د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بن شوي بريفنګ كښې كړې۔ده د پاكستان سركاري خبري اژانس(اے پي پي)د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئېل چين پاكستان اقتصادي راهداري(سي پېك) د بېلټ اينډ روډ پروژې ترمخه يو تاريخي او مركزي پروګرام دے۔سي پېك په كال 2013 كښې د پېل نه پس ګټورې او د ذكر وړ نتيجې ترلاسه كړي۔ده ووئيل ګوادر پورټ د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ(سي پېك)مهمه پروژه ده د كومې هدف چې پرمختګ او د خلكو معاشي ژوند كښې ښه والے راوستل دي۔وياند ووئيل چين پاكستان سره په شريكه توګه د سي پېك اعلٰی معيار پرمختګ زياتولو٬د ګوادر پورټ پشمول د سي پېك ټولو پروژو بشپړولو او هغه چلول٬په دواړو هېوادونو كښې د خلكو ژوند كښې ښه والے راوستو له زيات مثبت كردار ادا كوي