نوم پنہ ۔30نومبر (اے پی پی) کمبوډیا د کورونا وائرس د نوې چپې اومي کرون د مخنیوي لپاره د لسو افریقایي هیوادونو په مسافرو بندېز لګولې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې د كمبوډيا د روغتيا وزير مام بنهنګ حوالې سره وئيلي چې کمبوډیا د کوډ 19 د نوې چپې د مخنیوي لپاره د 10 افریقایي هیوادونو په سفر بندیز لګولی دې كومو كښې چې بوټسوانا ، ايسواتیني ، لیسوتهو …
کمبوډیا ٬ د اومي کرون مخنیوي له د لسو افریقایي هیوادونو په مسافرو بندېز
نوم پنہ ۔30نومبر (اے پی پی) کمبوډیا د کورونا وائرس د نوې چپې اومي کرون د مخنیوي لپاره د لسو افریقایي هیوادونو په مسافرو بندېز لګولې دې۔ د چين خبر رسنې ادارې د كمبوډيا د روغتيا وزير مام بنهنګ حوالې سره وئيلي چې کمبوډیا د کوډ 19 د نوې چپې د مخنیوي لپاره د 10 افریقایي هیوادونو په سفر بندیز لګولی دې كومو كښې چې بوټسوانا ، ايسواتیني ، لیسوتهو ، موزمبیق ٬ نمیبیا ، سوئیلي افریقا ، زمبابوې ، مالاوي ، انګولا او زېمبیا شامل ده۔ دا بندېزونه به په 48 ساعتو كښې نافذ شي۔











