د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه د سيمې ټولو هېوادونو لپاره پرانستلې ده

بيجنګ 14 مئي (اے پي پي﴾وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د ون بېلټ ون روډ ترمخه د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه د سيمې ټولو هېوادونو لپاره پرانستلې ده٬د پروژې كومې جغرافيائي پولې نشته٬د اختلافاتو نه ځانله د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې د شخړو حل او نوې نسل لپاره د امن ميراث پرېښودلو وخت راغلې٬ون بېلټ ون روډ اقدام به د ترهه ګرۍ ختمولو له د …

بيجنګ 14 مئي (اے پي پي﴾وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د ون بېلټ ون روډ ترمخه د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژه د سيمې ټولو هېوادونو لپاره پرانستلې ده٬د پروژې كومې جغرافيائي پولې نشته٬د اختلافاتو نه ځانله د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې د شخړو حل او نوې نسل لپاره د امن ميراث پرېښودلو وخت راغلې٬ون بېلټ ون روډ اقدام به د ترهه ګرۍ ختمولو له د يو قوي وسلې په توګه پیژندلې شي۔ده د اتوار په ورځ د چين په پايه تخت بيجنګ كښې بېلټ اينډ روډ فورم اعلٰی پاې خبرو اترو پرانستې سېشن ته خطاب كولو د كومې سرخط چې د عمومي څوكالۍ لپاره مرسته ده۔وزيراعظم نواز شريف ووئيل په سي پېك كښې د سيمې ټول هېوادونه شاملېدې شي او په دې پروژه دې د سياست كولو څخه ډډه وكړې شي۔وزيراعظم ووئيل مونږ له به اختلافات ختمولو سره د امن ناكه او د يو بل خيال ساتلو ګاونډيانو پشان پاتې كيدل وي۔ده ووئيل اوس وخت راغلې چې د اختلافاتو نه ځانله د خبرو اترو او سفارتكارۍ د لارې شخړې حل كړو او نوې نسل ته د امن ميراث پرېږدو۔وزيراعظم ووئيل امن او پرمختګ په يو ځاې تللو سره ممكن دے او كوم هم اقتصادي پرمختيائي اهداف سيمه ايزې مرستې نه غېر ترلاسه كېدې نه شي او نه امن راتلے شي۔وزيراعظم ووئيل د ون بېلټ ون روډ اهميت به هغه وخت رامخې ته شي كله چې جيو اكنامكس په جيو پوليټكس كښې د بدلولو روايت جوړ شي ٬ بايد د شخړو مركز په مرسته كښې بدل كړې شي۔وزيراعظم ووئيل ون بېلټ ون روډ به د ترهه ګرۍ انتهاخوښۍ ختمولو له يو قوي وسلې په توګه پېژندلې شي۔دا پروژه به براعظمونه د يو بل سره وتړي۔وزيراعظم ووئيل سي پېك ون بېلټ ون روډ مهمه پروژه ده٬دې سره به ختيز او لوېديزه آسيا ګاونډيان خپلو كښې وتړلې شي۔د سي پېك پروژه به پاكستان د سيمو ترمينځه د سرمايه كارۍ او تجارت مركز جوړ كړي۔د چين او پاكستان ترمينځه د ملګرتيا او باور حواله وركولو سره وزيراعظم ووئيل چې په دې فورم كښې ګډون كول د ون بېلټ ون روډ اقدام كاميابۍ او څوكالۍ لمانځلو او دې لپاره د خپل عزم پخلې كول دي۔ده د چين اولس مشر شي ژن پنګ او چينائي مشرانو ته پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل چې پاكستان د چين دا تصور ستائېلې او راهداري د ټولې سيمې لپاره د پرمختګ لاره ګڼي۔وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل ون بېلټ ون روډ سره به د آسيا٬افريقې او اروپاﺀ پشمول د نړۍ نيمه آبادي يو بل سره وتړلې شي دې سره سره به د نړۍ لويې سرمايه كار په دې كښې خپل وسائل كاروي۔ده ووئيل د چينائي اولس مشر دا اقدام د ټولو لپاره ګټور دے او دې سره به پرمختللي هېوادونو كښې د اقتصادي پرمختګ رفتار تند شي۔د تجارت او اقتصادي رابطو په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې شي۔د نړيوالو سرمايه كارو پام به دې پلو راوګرځي۔ده ووئيل دې پروژې سره به نړيوال اقتصادي ګورننس كښې اصلاحات او بدلون كښې مرسته وشي۔ده ووئيل دې پروژې سره به اولس لپاره د رابطو د لارې څوكالي امن او استحكام راشي۔ده ووئيل دا به په تاريخ كښې د اقتصادي شراكتدارۍ او سرمايه كارۍ اعلٰی مثال وي۔ده ووئيل زه باور لرم چې دې پروژې سره به د تعليم او روغتيا آسانۍ هم ترلاسه شي او غريبي به ختمه شي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې د بنيادي ډهانچې٬توان او په صنعتي پروژو په تندۍ سره كار روان دې په دې كښې ځينې پروژې د وخت څخه وړاندې بشپړ شوي دي۔ده ووئيل د سي پېك پروژه پاكستان د ټولو وګړو لپاره ده او دا د حكومت د وژن 2025 سره په بشپړه توګه مطابقت لري۔ده ووئيل د دې وژن ترمخه مونږ اقتصادي او سماجي پرمختګ ترمينځه ولاړ خنډان لرې كولې شي٬مونږ د غريبۍ ختمولو٬تعليم او روغتيا آسانيو ته پام لرنه كوو۔ده ووئيل مونږ به د خپلو ځوانانو د صلاحيتونو څخه په بشپړه توګه استفاده كوو كوم چې زمونږ د آبادۍ 60 فيصده برخه ده۔ده ووئيل پاكستان معيشت ښه شوې٬د ميكرو اكنامك اشيارې مستحكم دي٬اقتصادي حالت ښه دې او شرح نمو زياته شوې۔ده ووئيل نن زه ستاسو په وړاندې يو ښه او محفوظه پاكستان وړاندې كوم يو داسې پاكستان كوم چې د تېر وخت په مقابله كښې د ښه پرمختګ پلو روان دې او د هېواد معيشت د نړۍ په ښه معيشتونو كښې شمېرلې كېږي۔وزيراعظم په ګډون كونكو زور راوړو چې د سياسي عزم او بشپړه طاقت سره په دې پروژه عملدرآمد باوري كړي