خرطوم 26 نومبر (اے پي پي) د سوډان په سوئيلي دارفور ايالت كښې د خانه بدوش او مسيريا جېبل قبيلې ترمېنځه په روانه نښته كښې 43 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي، په نښته كښې 46 كلي سوځول شوي دي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې په سوډان كښې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د رابطې دفتر وئيلي دي چې دا نښته د نومبر په 17مه نېټه د كروندګرو ترمېنځه په شخړه پېل شوې او پكښې تراوسه 43 كسان مړه او ګن شمېر ژوبل شوي دي. د دفتر له مخې په نښته كښې 46 كلي سوځول شوي دي. د دې نه علاوه ګڼ شمېر كسان بې دركه دي چې پكښې ماشومان هم شامل دي.