په المان كښې د كورونا په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره د يو لك نه زياته شوه

برلن 25 نومبر(اے پي پي) په المان كښې د كورونا په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره د يو لك نه زياته شوې. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د المان د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې د اروپا په دې لوي معيشت كښې د كورونا وائرس په كېسونو كښې اضافه شوې ده. په وبا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال 351 كسان مړه شوي دي. دې سره په المان كښې د كورونا په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره 100,119 ته رسېدلې.